مالیې وزارت وايي، د غضنفر ګروپ شرکت د مزارشریف ګازي برېښنا په پروژه ۸۹ میلیون ډالره پانګونه کوي.
د دغه وزارت ویاند شمرور مسجدی وایي، د غضنفر ګروپ شرکت له نړیوالې مالي موسسې سره، چې د نړیوال بانک له زېر مجموعې څخه ده، د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت پور اخیستو هوکړه لیک تېره ورځ لاسلیک کړ.
نوموړی وايي، چې د پور اخیستنې هوکړه لیک لاسلیکولو موخه د خپلواکې انرژۍ پروژې په بڼه د مزارشریف په ګازي برېښنا د ۸۹ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونه ده.
له دې ډلې پاتې ۲۹ میلیونه امریکایي ډالره به له شریکانو سره په ګډه د غضنفر ګروپ ورکوي. یاده پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کېږي او مالیې وزارت یې د تضمین کوونکي رول په غاړه لري.
د یادې پروژې ټولیز ظرفیت ۵۹ میګاواټه ده، چې په هېواد کې د ۳۰ سلنه برېښنا تولید زیاتېدو سبب ګرځي او تولید شوې انرژي به په بلخ، کابل او ننګرهار ولایتونو کې ووېشل شي.