په بریتانیا کې د یوه برید له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې یوه کس په ريډینګ ښار کې پر خلکو د چاړې ګزارونه کړي چې درې کسیه یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي. پولیسو پېښه تایید کړې او په خبره یې یو پنځه ویشت کلن لیبیايي وګړی یې په دې تړاو نیولی دی. پولیسو ویلي چې ښايي ددې برید تر شا انګیزه ترهګري وي او دوی په اړه لا ډېرې پلټنې کوي. عیني شاهدان بیا وایي چې ښايي مرګ ژوبله تر دې لوړه وي، ځکه یاد کس د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغی او په هر چا یې د چړو ګزارونه وکړل. پولیسو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. برېتانیا وخت ناوخت ددغه ډول پېښو شاهده وي.
































