چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ۲۰۲۳م کال په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 31, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د ۲۰۲۳م کال په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د ډسمبر په ۳۱ مې نېټې د ۲۰۲۳م کال په مناسبت د مبارکۍ وينا وکړه.

تاسو یې دلته ليکنيزه بڼه لوستلی شئ!

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو!

سلامونه! ۲۰۲۳م کال به ژر پیل شي او زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام وړاندې کوم.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

مونږ په ۲۰۲۲م کال کې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په برياليتوب ترسره کړ، د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ او د چيني شکله عصري کېدو بهير له لارې مو د چيني ملت د عظيمې بيا احيا د پرمخبيولو لويه نقشه وپنځوله او د پرمختګ نوی مزل مو پيل کړی دی.

چين په همدې کال کې د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه خپل ځای ساتلی، اقتصاد يې ثابت پرمختګ کړی او د کورنيو توليداتو کلنی عمومي ارزښت يې ښايي له ۱۲۰۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه زیات وي. په داسې حال کې چې په ګردې نړۍ کې د غلو دانو بحران را پورته شوی، د چين د غلو دانو کرکیلې په تېرو مسلسلو ۱۹ کالونو کې ښه حاصلات ورکړي او پر مټ یې د چينايانو د غلو دانو خوندېتوب ښه تامين شوی دی. مونږ د بېوزلۍ د له منځه وړولو لاسته راوړنې ټينګې ساتلي، د کليو د سمسورتيا بهير مو په هراړخيزه توګه پرمخ بيولی، تصدۍ مو له ځينو مالياتو او لګښتونو څخه معاف کړي، څو ستونزې یې کمې او هوارې شي او همداراز د هغو ستونزو د هواري لپاره مو هم ډېرې هڅې کړي، چې خلک ورته ډېر په اندېښنه کې دي او هواري ته يې ليوالتيا لري.

مونږ د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د خلکو ګټو او ژوند ته لومړيتوب ورکړی، د وبا د وقايې او کنټرول لپاره مو پر ساينسي او دقيقو اقداماتو ټينګار کړی، د وختونو او حالاتو له بدلونونو سره سم مو د وبا د کابو کولو تدبیرونه اصلاح او تنظيم کړي او د خلکو ژوند او روغتيا مو ډېر ښه ساتلي دي. زمونږ کدرونه او خلک، په تېره بيا طبي کارکوونکي او د بنسټيزو ادارو کارکوونکي له ستونزو څخه ډار نه لري او خپلې دندې په زړورتوب ترسره کوي، د ډېرو هڅو په مټ یې بې سارو ستونزو او ننګونو ته ماتې ورکړي او د دې مبارزې لپاره هر کس نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي. د کرونا وبا د کابو کولو چارې اوسمهال نوې مرحلې ته داخلې شوي او ستونزې لاهم موجودې دي، خو مونږ ټول په لوړ استقامت خپلو هڅو ته دوام ورکوو او برياليتوب ته نږدې شوي يو او ټول باید زیاتې هڅې وکړو، ځکه په دوامدارو هڅو او يووالي برياليتوب ترلاسه کولی شو.

ملګری جيانګ ځه مين په ۲۰۲۲م کال کې له مونږ څخه جدا شو او ومړ. مونږ د هغه لويې کارنامې او غوره صفتونه يادوو او روحيې ته يې اهميت ورکوو. مونږ به د هغه پاتې ارمانونه پوره کوو او د نوې زمانې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ته به دوامدار پرمختګ ورکړو.

تاريخ يوه اوږد سيند ته ورته دی، چې د اوبو څپې يې يوې بلې پسې پورته کېږي، چينايانو نسل په نسل دوامدارې هڅې کړي او اوسنی چين يې جوړ کړی دی.

ننني چين خپلې هيلې يو په يو پوره کړې دي. د بېجينګ د المپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب ترسره شوې او لوبغاړو یې د سيالۍ په ډګرونو کې ویاړمنې نمرې ترلاسه کړې دي. چين د شنجو ديارلسم، څلورلسم او پنځلسم نمبر فضايي بېړۍ يو په بل پسې فضا ته واستولې او په فضا کې يې خپل سټېشن جوړ کړی، چې پدې سره زمونږ فضايي کور بشپړ شوی دی. د چين د ملي ازادۍ بښونکي پوځ پر جوړېدو ۹۵ کاله تېر شوي او پوځیانو يې په مثبتې روحيې د پوځ د لوی پرمختګ پر لارې ګامونه پورته کړي دي. د چين ((فو جيان)) الوتکه وړونکې درېيمې بېړۍ کار پيل کړی او لومړۍ ((C919)) نمبر لویه الوتکه یې مشتريانو ته سپارل شوې او ((بای هه تان)) د اوبو برېښناکوټ یې فعال شوی دی، چې يادې ټولې چارې د ګڼ شمېر خلکو د نه ستومانه کېدونکو هڅو په نتيجه کې ترسره شوي او همدا د چين د ځواک ښه ښکارندويي کوي.

نننی چين پوره حياتي ځواک لري. په چين کې د ازادې سوداګرۍ ډېر زونونه او د ((های نان)) ازادۍ سوداګرۍ بندر فعال شوي، ساحلي سيمو د نوښت لپاره هڅې کړي، د هېواد د منځنيو او لوېديځو سيمو پرمختګ چټک شوی، شمال ختيځې سيمې د سمسورتيا بهير د پرمختګ مثبت تمايل ښودلی، د سرحدي سيمو پرمختګ پياوړی شوی او خلک يې شتمن شوي دي. د چين اقتصاد انعطاف منونکی او ډېر پټ قوت او حياتي ځواک لري او د پرمختګ هغه اساسي بڼه يې چې د اوږدمهال لپاره به مخ په لوړېدو وي، نه ده بدله شوې. که مونږ ټينګ باور وساتو او ثابت پرمختګ وهڅوو، نو خپلې ټاکلې موخې هرومرو پوره کولی شو. ما په ۲۰۲۲م کال کې هانکانګ ته سفر وکړ او هلته مې وليدل، چې دغه سيمه د منظمې حکومتوالۍ له لارې امن او سمسور حالت ته ګرځېدلې او زه پرې ډېر خوښ شوم. که ((يو هېواد او دوه نظامونه)) پاليسي ټینګه او ښه پلې شي، نو هانکانګ او مکاو به هرومرو تلپاتې سمسور او ثابت وي.

ننني چين خپلې قومي روحيې خپرې کړي او کوي يې، په چين کې په ۲۰۲۲م کال کې د زلزلو، سېلابونو، وچکاليو او د ځنګل اورلګېدنو په شمول یو شمېر غمجن طبيعي ناورينونه او امنيتي پېښې رامنځته شوې دي، خو د دغو ناورينونو او پېښو پرمهال هغه صحنې، چې خلکو يو له بل سره مرستې کولې، ډېرې اغېزناکې دي او خلک د خپلو اتلانو کړنې تل په ياد لري.

مونږ چې کله هم له يو کال سره خدای پاماني او د نوي کال هرکلی کوو، نو د چيني ملت هغه روحيې چې له زرګونو کالونو راهیسې خپريږي، يادوو او له دې لارې د پرمختګ زیات باور ترلاسه کوو.

نننی چين له نړۍ سره نږدې اړيکې ساتي. ما په ۲۰۲۲م کال کې په بېجينګ کې له يو شمېر پخوانيو دوستانو سره وکتل او بهرنيو هېوادونو ته مې سفرونه وکړل او په ترڅ کې مې نړيوالو ته د چين نظرونه څرګند کړي دي. په نړۍ کې داسې بدلونونه چې په تېرو سلو کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی، په چټکۍ رامنځته شوي او نړۍ یې ناارامه کړې ده، مونږ تل سولې او پرمختګ ته پاملرنه کړې او ملګرو او همکارانو ته مو اهميت ورکړی دی او دغه راز د تاريخ په سم لوري مو ټينګار کړی، د انسانانو د تمدن پرمختګ مو ساتلی او هڅه مو کړې، چې د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره خپل بصيرت او پلانونه برابر کړو.

ما د چین د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته له همکارانو سره يان ان ته سفر وکړ، په هغه ځای کې مې د ګوند پخوانۍ سختې مبارزې ته ځغلانده کتنه وکړه او د پخواني نسل ګوندي غړو روحيې مې مطالعه کړې. زه کله کله وايم، برياليتوب د ستونزو او ننګونو په لرې کولو ترلاسه کېږي، د چين کمونېست ګوند پر جوړېدو سل کاله اوښتي او پدې سلو کلونو کې يې په ډېرې زړورتيا او هڅو ګڼ شمېر ستونزې او ننګونې لرې کړي او ډېر سخت او لوی مزل يې وهلی دی. مونږ باید د پرمختګ لپاره هڅو ته دوام ورکړو، څو هېواد مو لا ښه راتلونکی ولري. په هڅو عجيب کارونه ترسره کيږي. د چين مشهور شاعر ((سو شي)) ويلي، که څوک له ستونزو څخه ونه ډار شي، نو ډېرې لرې موخې ته به ورسيږي، د دې مانا دا ده، چې انسان باید د ستونزو ضد سخته مبارزه وکړي، څو خپلې لرې او لويې موخې ته ورسېږي. لار که هر څومره اوږده وي، خو مونږ په دوامدارو هڅو موخې ته رسېدلی شو، کار که هر څومره سخت وي، خو مونږ یې په دوامدارو هڅو ترسره کولی شو. په یوې چيني افسانې کې راغلي، چې په پخوانۍ زمانې کې يو ګونګ نومی سپينږيري يو غر له يو ځای بل ځای ته انتقال کړی و، که مونږ هم د هغه په څېر ټينګ هوډ ولرو او د اوبو د هغو څاڅکو په شان چې په ډبرو کې سوري کوي، استقامت وښيو او واقعي او دوامدارو هڅو ته دوام ورکړو، نو مونږ به خپل لوی خوبونه خامخا په ښکلي واقعیت بدل کړو.

چين به يووالی وساتي. چين ډېر لوی هېواد دی، داسې وضعيت ډېر عادي وي، چې خلک مختلفې غوښتنې او مختلف نظرونه لري.  مونږ به د سلامشورو له لارې ګډ نظرونه راټول کړو. که يو ميليارډه او څلور سوه ميليونه چينايان د يوې ګډې موخې د پوره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي او په يووالي ستونزې هوارې کړي، نو ټول کارونه به یې په برياليتوب ترسره او پر وړاندې به یې هيڅ خنډ پاتې نه شي. د تايوان تنګي دواړه غاړې يوه کورنۍ ده، زه د زړه له کومې هيله لرم، چې د دې تنګي د دواړو غاړو خلک پر يوه لوري ګامونه پورته کړي، په يووالي پرمختګ ومومي او د چيني ملت د تلپاتې نيکمرغۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ځوانان د هېواد د راتلونکي استازيتوب کوي. که ځوانان زحمتکښ وي، نو هېواد به يې اباد وي او د چين پرمختګ هم د ځوانانو په هلو ځلو تکيه لري. ځوانيتوب له حياتي ځواک ډک وي او هیلې غوړوي، چيني ځوانان باید هېواد پالنه او هڅاند صفتونه وساتي، د ځوانتوب په موده کې باید هڅې ونه سپموي او د وخت او ځوانيتوب امانت باید خيانت نه کړي.

ډېری کسان لاهم په کارونو بوخت دي، تاسو ټول ستړي مه شئ! د نوي کال زنګ به ژر وکړنګيږي. راځئ! د راتلونکي لپاره نيکې هيلې وړاندې کړو او په ګډه د ۲۰۲۳م کال هرکلی وکړو.

د هېواد د ښېرازۍ او د خلکو د هوساینې په هيله!

د نړۍ د سولې او ټيکاو په هيله!

 ستاسو د ټولو د خوشحاليو او برياليتوبونو په هيله!

ډېره مننه.

Previous Post

هوګو شارټر: د ښځو کار بندیز له بشردوستانه اصولو سرغړونه ده

Next Post

زلینسکي روسانو ته: پوتین تاسې وژني او هېواد مو ویجاړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
زلینسکي روسانو ته: پوتین تاسې وژني او هېواد مو ویجاړوي

زلینسکي روسانو ته: پوتین تاسې وژني او هېواد مو ویجاړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سعودي د سوډان په جګړه کې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي

سعودي د سوډان په جګړه کې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي

مې 6, 2023
سعودي او امریکا د يمن جګړې پر ختمېدو خبرې کړې دي

سعودي او امریکا د يمن جګړې پر ختمېدو خبرې کړې دي

اپریل 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved