د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي روسانو ته ویلي، چې مشر یې هېواد ویجاړوي. هغه دا څرګندونې د نوي کال په مناسبت د ولادیمیر پوتین چې د پوځيانو منځکې ولاړ وو له څرګندونو وروسته کړې دي. د اوکراین په لر و بر کې د روسیې د خونړي بریدونو په ورځ ده وویل چې اوکراینیان به روسیه ونه بښي. د روسيې په تازه بریدونو کې یو تن وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر والریري زلوژني ویلي، هوايي دفاعي ځواکونو له ۲۰ روسي کروز توغندیو ۱۲ یې خنثی کړي دي. مسکو په وار وار د ولسي وګړو له په نښه کولو انکار کړی، خو په وروستیو کې پوتین ومنله چې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو یې بریدونه کړي دي.
































