د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې ۲۰۲۳ به د روسیې د وحدت او تلپاتې خپلواکۍ لپاره د سختو پرېکړو او بنسټيزو ګامونو د پورته کولو کال وي. پوتين چې د روسیې په يوه نظامي اډه کې د نوي کال په مناسبت خلکو ته وينا کوله وويل چې د خپل هېواد د راتلونکې لپاره یې په جګړه لاس پورې کړی دی. هغه وويل چې همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې په ۲۰۲۲ کال کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. پوتين يو ځل بيا پر لويديځو هېوادونو تور پورې کړ چې کلونه یې په درواغو د سولې خبرې کولې، خو د پردې تر شا یې تل يرغليز سياستونه پلي کول.
































