د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ويلي چې د افغانستان اوسنی موقت حکومت بايد د يوه واقعيت په توګه ومنل شي خو ټينګار کوي چې تر څنګ یې بايد يوه داسې شورا رامنځته شي چې د حکومت د اراده تمثيل وکړي. حکمتيار له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې د ا.ا پر وړاندې د مقاومت په نوم حرکتونه هم غندلي او دا یې د هغو کسانو کار بللی چې د ده په وينا پر افغانستان د شوروي له يرغل سره همکار وو، په هېواد کې د جګړو او فتنو د دوام سبب شول، د ناټو ملګري وو او تېر شل کاله یې پر هېواد حکومت وکړ. حکمتيار د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په تړاو د ا.ا له پرېکړې سره هم مخالفت کړی او ويلي يې دي چې ځوان نسل ته د زده کړو د زمينې برابرول د حکومت فريضه ده.
































