عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۴۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د سرچینې په خبره په دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۸۸۳۳ ته رسېدلی دی. عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۲ ناروغان مړه شوي او ۴۷۲ نور بېرته ترې جوړ شوي دي.
































