د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي. د افغانستان لپاره د دې نړیوالې کمېټې څانګې ویلي، چې د دې هېواد په میلیونونه وګړي نهشي کولی چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او روان ژمي یې ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي. سور صلیب وایي، په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۴ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نږدې شل میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې او ۴،۷ میلیون وګړي هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي. سره صلیب ویلي چې، په دې هېواد کې یې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه رسولي خو اوس اړتیاوې ډېرې زیاتې دي چې باید زیات څه ترسره شي.
































