په تهران کې د آذربایجان په سفارت تر برید وروسته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له تهران څخه د خپل سفارت د کارکوونکو تخلیه ژر پیلوي. نن سهار ۸ بجې یو وسله وال کس په تهران کې د آذربایجان پر سفارت برید وکړ، د سفارت د امنیت مسوول یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف دا برید یو تروریستي عمل بللی او په دې تړاو یې د کره څېړنو او د عاملینو د مجازات غوښتنه کړې ده. د تهران پولیس وایي چې وسله وال کس یې نیولی او په وینا یې ښایي دا برید د شخصي شخړې له امله رامنځته شوی وي خو اذربایجان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د برید مسوولیت د ایران په غاړه دی.
































