د ایران په لوېدیځ کې د زلزلې له امله درې کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دی. ایراني چارواکي وايي، د دغه هیواد په لوېدیځ آذربایجان ولایت کې د ریښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې له امله درې کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۸۱۶ نور ټپیان دي. دغه زلزله تیره شپه رامنځته شوې او ویل کیږي چې تر ټولو زیات زیان یې د یاد ولایت «خوی» ښار ته اړولی دی. د ایران د سرې میاشتې رییس پير حسین کولیوند ویلي چې د لوېدیځ آذربایجان ولایت په «خوی» ښار کې د زیانمن شویو کسانو د پلټنې عملیات پای ته رسېدلي دي. ایراني رسنیو د لوېدیځ آذربایجان د والي محمد صادق معتمندیان له قوله ویلي چې د تیرې شپې زلزلې له امله د هستوګنې له ۲۰ څخه تر ۵۰ سلنه کورنه تخریب شوي دي. د یو بل خبر له مخې نن د پاکستان په مرکز اسلام اباد او ځينو نورو سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي، خو تر دا مهاله یې د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
































