امریکا د سعودي په پلازمېنه ریاض کې خپلو وګړو ته د یوې اعلامیې له لارې خبرداری ورکړی دی چې ښایي له یمن څخه پر سعودي هوایي او توغندویي بریدونه دوام ومومي. ریاض کې د امریکا له سفارته خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر اوسه څرګنده نده چې کوم ځایونه به تر برید لاندې نیول کېږي خو په وینا یې غوره ده امریکایي وګړي د خپل خوندیتابه په موخه اړین اقدامات وکړي. د یادونې ده چې نن د سعودي رسمي خبري اژانس خبر ورکړی وو چې له یمن څخه یې پر خپله خاروه توغول شوي درې میزایل شنډ کړي دي. په ورته وخت کې یمني چارواکو بیا ویلي چې نن یې پر سعودي توغندویي او هوایي بریدونه کړي دي او د مرګ ژوبلې په اړه به یې جزیات وروسته شریک کړي.
































