د غور-کابل لويه لار او د غور ولايت د شپږو ولسواليو مواصلاتي لارې د واورې د ورښت له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي. باختر اژانس ویلي، چې د غور-کابل لويه لاره او د دغه ولايت د شپږو ولسواليو مواصلاتي لارې د واورې د اورښت له امله يو ځل بيا د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي. د تېرې اونۍ په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان وو. غور د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې هر کال د ژمي په موسم کې او د واورې د ورښت پر مهال د دې ولایت ترانسپورټي لارې د څو ورځو لپاره بندې وي، چې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.
































