ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن پولنډ ته سفر وکړي. د پولنډ د بهرنۍ پالیسۍ یوه سلاکار مارچین پژیداچ ویلي، ولسمشر جو بایډن به د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا بلنې ته مثبت ځواب ووايي او پولنډ ته به دا سفر وکړي. د هغه په وینا پر دې موافقه شوې چې امریکايي لوری به په مناسب وخت کې د دې سفر دقیقه نېټه اعلان کړي، خو دا سفر به ډېر ژر ترسره شي. د پولنډ دغه چارواکي ویلي، د دې سفر پر چمتووالي کار روان دی او ده ویلي چې د پولنډ له امنیت د امریکا د ملاتړ دوام خورا مهم دی.
































