د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د رېښتر په کچه ۷،۸ اته درجې زلزلې نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه ولړزوله. دغې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولې دي. دغې زلزلې په ترکیه کې لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه کړي، خو ترکي چارواکي وايي وېره کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ویناو د زلزلې مرکز د ځمکې په تل کې څه کم ۱۸ کیلومتره ژور و. رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې په دیاربکر ولایت کې ۷ ودانۍ نړېدلي او خلک ترې لاندې راګیر پاتې دي. په ګاونډي هېواد سوریه کې بیا چارواکو ویلي، چې هلته هم ځینې ودانۍ نړېدلي.
































