د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو په کابل کې د خپل سفارت د تړلو هوډ نه لري. د روسیې د ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر حواله زیاته کړې چې له دې مخکې په کابل کې د څو عربي او لوېدیځو هېوادونو د ډپيلوماټیکو بنسټونو د تړلو په هکله راپورونه خپاره شوي دي، خو روسیه تر اوسه په افغانستان کې د خپل سیاسي استازولۍ د تړلو په هکله کومه پرېکړه نه لري.































