چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

هسپانوي ژورناليست د چين د بدنامولو په اړه د لوېديځو رسنيو کړنې رسوا کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 7, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د هسپانيې وتلي ژورناليست جاوير ګارسيا (Javier Garcia) «چين: ګواښ که هيله دی» کتاب ليکلی او پکې يې څرګنده کړې: مخکښې لوېديځې رسنۍ او ځينې حکومتونه او سياستوال هره ورځ موږ ته خبرداری راکوي چې د چين پرمختګ پر نړۍ په تېره بيا لوېديځ ته ګواښونه پېښوي.

جاوير ګارسيا د لوېديځو رسنيو راپورونه بې اساسه بللي او ويلي يې دي، چې چين له زرګونو کلونو راهيسې سوله خوښ هېواد دی او پر نورو يې د تېري هڅه نه ده کړې او خپل نظر يې هم پر نورو نه دی تپلی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي زياته کړه، امريکا به په دغه نړۍ کې خپلې بادارۍ ته دوام ور نه کړي، خو دغه هېواد دغه واقعيت نه مني او د اکټوپس (Octopus) په څېر لاسونه اوږدوي او هڅه کوي چې په اقتصادي، سوداګريزو، ساينسي، سياسي، طبي، رسنيزو او اطلاعاتي برخو کې چين وځپي، د چين د شينجيانګ او  نورو سيمو ثابت وضعيت ډېر ګواښي او د خپل پوځي قوت په ښودلو سره دغه هېواد ته سرخوږی جوړوي.

ګارسيا د هسپانيې په دولتي خبري رسنۍ (EFE) کې ۲۰ کلنه کاري مخینه لري او په فلسطين، وينزويلا، جرمني، چين او ډېرو نورو ځايونو کې يې ماموریت پر غاړه و. د نوموړي په نظر، د چين د ګواښ تيوري د امریکې دسيسه ده چې هدف يې د چين د سوله يیز پرمختګ مخه نیول دي. نوموړی وايي، د امريکې حکومت او خبري رسنيو د نورو لوېديځو رسنيو په مشرۍ د چين پر وړاندې د عامه افکارو جګړه پيل کړه چې په ترڅ کې يې د چين يو مثبت راپور نه دی ورکړی او منفي ټکي يې نړۍ ته ډېر لوی ورپېژندلي دي.

ګارسيا وايي، لوېديځې رسنۍ په خپلو راپورونو کې د چين شتمنو سوداګرانو ته سوداګران نه ، بلکې انحصارګر وايي،  په نورو هېوادونو کې د چين عادي پانګونو ته پانګونې نه، بلکې د پورونو لومه  وايي، همداراز  د چين په ځينو ښارونو کې د کرونا وبا د وقايې لپاره اعلان شوي قرنطين پر بشري حقونو تېری بولي.

ګارسيا وايي، کله چې امريکايي رسنۍ دا ډول بې اساسه راپورونه خپروي، نورې لوېديځې رسنۍ بيا يې کاپي کوي چې له امله يې هره ورځ سلګونه خبري رسنۍ د چين په اړه لسګونه ورته راپورونه  تکراري خپروي.

ګارسيا په ۲۰۱۸م کال کې د کار لپاره چين ته تللی و او په دې سره يې د چين د حقيقي حالاتو د پېژندلو او څارلو فرصت ترلاسه کړ.  نوموړی وايي، چين ته له رسېدو وروسته مې هڅه کړې چې تعصب لرې کړم او په عيني  او سمه توګه چين وڅارم او بیا وروسته مې دا درک او وموند چې چين د لوېديځو رسنيو له راپورونو سره يو شان نه دی او په حقيقت کې ډېر په زړه پورې هېواد دی.

ګارسيا په چين کې د کار په موده کې له ډېرو عامو چينايانو سره اشنا شوی او مېرمن (دينګ يان) يې له چیني ملګرو څخه ده.

۳۴ کلنه دينګ يان د چين په شي ان ښار کې اوسېږي او د انګليسي ژبې د ژباړونکې په توګه دنده ترسره کوي. نوموړې د شان دونګ ولایت په يوه کلي کې زېږېدلې او په کوچنيتوب کې يې له خپلې نيا، پلار او مور او ۵ وروڼو او خويندو سره په يو ډېر کوچني او پخواني کور کې واوسېده. دينګ يان او د دې وروڼو او خويندو په زده کړې او کار کې ډېرې هڅې کړې دي، خپله کورنۍ يې ښار ته کډه کړې او ژوند يې ډېر ښه شوی دی.

ګارسيا د عامو زیارکښو چينايانو د  تجربو له امله ډېر اغېزمن شوی او پرېکړه يې وکړه چې له دندې استعفا کړي او نړيوالو ته د رښتيني چين د ورپېژندلو لپاره يو کتاب ليکي.

ګارسيا د کتاب د ليکلو لپاره د چين د شينجيانګ او شنجن په ګډون بېلابېلو سيمو ته سفر کړی او ډېرې پلټنې او مرکې يې ترسره کړې او بلاخره يې «چين: ګواښ که هيله دی» کتاب بشپړ کړی دی.

نوموړي په خپل کتاب کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د بېوزلۍ او شتمنۍ د واټن د کمولو او د دوامدار پرمختګ د رامنځته کولو په برخو کې د چين د تجربو په اړه معلومات ورکړي او د چين ډيموکراسۍ، بشري حقونو، د ککړتيا د مخنيوي په اړه د لوېديځو رسنيو ناسم راپورونه يې روښانه کړي دي.

ګارسيا وايي، چين ګواښ نه دی، بلکې د هيلې استازيتوب کوي، ځکه چين له هراړخيز پرمختګ څخه ملاتړ کوي او هېڅکله خپله اراده پر نورو نه تپي، په دې مانا ده چې د چين پرمختګ به د لا عادلانه او سوله‌ييزو نړيوالو نظامونو د جوړولو لپاره ډېر مهم او ګټور وګرځي.

Previous Post

له افغانستان څخه بهر ته د ډالرو پر قاچاق بندیز ولګېد

Next Post

هانکانګ نړۍ ته نوې هيلې راوړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هانکانګ نړۍ ته نوې هيلې راوړي

هانکانګ نړۍ ته نوې هيلې راوړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هلمند کې د ۸۷ تاریخي سیمو د حریم ټاکلو لړۍ بشپړه شوې

هلمند کې د ۸۷ تاریخي سیمو د حریم ټاکلو لړۍ بشپړه شوې

مارچ 8, 2025
پنټاګون: اوکراین ته مو جنګي الوتکې نه بلکې د الوتکو پرزې ورکړې دي

پنټاګون: اوکراین ته مو جنګي الوتکې نه بلکې د الوتکو پرزې ورکړې دي

اپریل 21, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ