د امریکا ولسمشر جو بایډن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې تر ډیره په کورنیو مسایلو بحث وکړ خو پر اوکراین یې د روسیې نظامي برید ته هم لنډه اشاره درلوده. بایډن په خپلو څرګندونو کې پر اوکراین د روسیې نظامي برید په اړه وویل تر هغه وخته چې اړتیا وي، د کیف تر څنګ به ودریږي. بایډن ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په خطاب کې وویل، پر اوکراین د روسیې برید د امریکا او نړۍ لپاره ستره ازموینه وه. خو نوموړي ټینګار وکړ چې له دې نظامي برید څخه یو نیم کال وروسته، متحدو ایالتونو ثابته کړه چې له اساسي اصولو لکه واکمني، له استبداد څخه آزادي او له دیموکراسي څخه یې دفاع کړې او دې کار ته به دوام ورکړي.
































