د بدخشان کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي سيمه ييزو رسنيو ته ويلي دغه پېښه د کوفاب ولسوالۍ په مانديز کلي کې رامنځته شوې ده. د سرچينې په وينا د واورې ښويېدو له امله مړو شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ويل کيږي ددغه ولسوالۍ په باخير سيمه کې يوه بله اميندواره مېرمن کلينک ته پر لار د واورې ښوېيدو له امله مړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان ولايت کې تر دې مخکې هم له مرکز سره د شاوخوا لسو ولسواليو د لارو د بندېدو او پنځو کسانو د مړينې راپورونه ورکړل شوي و.
































