سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

“په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، باید یو څه غلط وي!”

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 17, 2023
in نړیوال خبرونه
0
“په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، باید یو څه غلط وي!”
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

” په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، دا ناشونې ده، باید یو څه غلط وي! ” د امريکا په ټولنیزو ويبپاڼو کې خلکو يادې پوښتنې وکړې.

لږ څه مخکې په اوهایو ايالت کې اورګاډي چې پکې زهر لرونکي کیمیاوي توکي بار وو، له پټلۍ څخه وتلي، ځايي خلک لا هم په وېرې او شکونو کې پاتې دي. خو همدا اوس د امریکا په ټکساس او جنوبي کارولینا ايالتونو کې همدا ډول پېښې یو په بل پسې رامنځ ته شوې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امریکا د ((نیوزویک)) ويبپاڼې د یوه راپور له مخې، یوازې د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې په امریکا کې د اورګاډي تر لسو ډېرې پېښې شوې دي او دا د حیرانتیا وړ ده، چې هر کال په دغه هېواد کې د ورته پېښو شمېر په اوسط ډول ۱۷۰۰ ته رسېدلی دی.

د امريکا د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال شاوخوا ۴.۵ ميلیونه ټنه زهرجن کیمیاوي توکي په اورګاډو لېږدول کېږي او هره ورځ په اوسط ډول ۱۲۰۰۰ اورګاډي چې خطرناک توکي لېږدوي، له ښارونو او ښارګوټو څخه تېرېږي. دغه اورګاډي چې پر زاړو پټليو باندې تېرېږي د خطر سرچینه ده.

په حقيقت کې داسې پېښې له ډېرو کلونو راهيسې د پټلۍ شرکت د هغه ډول کړنو پايله ده چې يوازې يې ګټو ته پام کړی او امنيتي ګواښونو ته يې پام غورځولی دی. دا هم د امریکايي پټلۍ سيستم يوه بېلګه ده چې ترې ژورې پراختیایي ستونزې ښکاري.

د امريکا د بار وړونکو اورګاډو د لويو شرکتونو په نظر، پټلۍ کليدي زیربنا نه دي، خود پیسو ګټلو وسيله ده. له همدې امله، د لګښتونو کمول، د موثریت ګړندي کول او د شرکت خاوندانو ته نامشروع ګټې رسول اصلي پاملرنې ګرځېدلې دي. د امريکا رسنيو خبر ورکړ چې د نورفولک جنوبي پټلۍ ډله (norfolk southern railway corp.) چې د اوهایو ایالت له پېښې سره تړاو لري، د لګښت کنټرول لپاره پر له پسې په اړوندو برخو کې پيسې مصرفوي، لکه د اورګاډي سرعت د اضافي محدودیتونو او د ECP بريک سيسټم (Braking System) له نصب مخالفت، د اورګاډي د اوږدوالي دوامدار زیاتول، د اورګاډي او پټلۍ د څار وخت کمول، د اورګاډي د وتلو فریکونسۍ (frequency) ډېرول او د پټلۍ کارکوونکو کمول او داسې نور دي. د پورتنیو کړنو پایله دا ده، چې پروسږ کال د دغه شرکت عاید ۱۲.۷ ميلیاردو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او دغه رقم نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

کله چې د اورګاډي سیسټم له “پیسو بوی” څخه ډک وي، خطرونه راټول او نږدې کېږي. د برېټانیا ګارډین ورځپاڼه په دې باور ده چې د اوهایو پېښه یو خطرناک زنګ دی او له دې پېښې څخه امريکا کې د پټلۍ پراختیا ماډل جوړښتي نیمګړتیاوې ښکاري. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، امريکا د ” نیو لیبرالیزم ” (Neo-liberalism) په نوم خپله پراختيايي مفکوره جوړه کړې چې د اقتصادي موثریت په تعقیب ټینګارلري او د لګښتونو کمولو ته دوام ورکوي.

کله چې هر څه د ګټې پر بنسټ وي، مهمه نه ده چې امريکا څومره زیربنایي پلانونه وټاکي، عامو خلکو ته به يې ګټه و نه رسېږي.

د پرمختګ په غلطه لاره کې له لسیزو تېرېدو وروسته، امريکا لوی سیسټماتیک خطرونه راټول کړي دي. د اوهایو ايالت پېښه یوازې د یخچال یو کوچنی کونج دی. که امریکایی سیاستوال ژور جوړښتي اصلاحات پلي نه کړي، د زیربناوو هر ډول ستر پلانونه به يوازې د شرکت خاوندانو ته د پيسو د لېږد لپاره بې مانا لوبه وګرځي. (ژباړه: شکريه)

Previous Post

اوچا: پر لپسې وچکالیو افغانستان سخت ځپلی دی

Next Post

په زامبيا کې د چيني شرکت لخوا جوړ شوی برېښنا سټېشن په کار ولوېده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په زامبيا کې د چيني شرکت لخوا جوړ شوی برېښنا سټېشن په کار ولوېده

په زامبيا کې د چيني شرکت لخوا جوړ شوی برېښنا سټېشن په کار ولوېده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پوتین د جي شل په مجازي غونډه کې برخه اخلي

پوتین د جي شل په انلاین غونډه کې برخه اخلي

نوومبر 20, 2023
زابل کې دوو رغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

زابل کې دوو رغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

جون 11, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ