په اروزګان ولایت کې لسګونه هټۍ د کلدارو د کارولو له امله تړل شوې دي او هټیوال یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. په دغه ولایت کې د افغانیو د ترویج کمېسیون مسوولین وايي، چې په بازارونو کې یې د راکړې ورکړې پرمهال د بهرنیو اثارو پر کارولو بندیز لګولی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. د دې ولایت اوسېدونکي یاده پرېکړه ستايي او غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په بازارونو کې دې د افغانیو بانک نوټونه زیات شي. اروزګان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې له کلونو راهیسې پکې په پاکستانۍ کلداره راکړه ورکړه کېده، خو د ا.ا له واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې د افغاني بانک نوټونو د ترویج هڅې ګړندۍ شوې دي.
































