د ترکیې په نهو ولایتونو کې د زلزلې له کبله تر ړنګو ودانیو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي. د یاد هېواد له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چارو ادارې مشر یونس سزار ویلي چې له دوو ولایتونو پرته په نهو نورو ولایتونو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي. د هغه په خبره، په دې زلزله کې ۴۱ زره او شل تنه مړه شوي او شاوخوا سل زره نور ټپیان دي. د یادې زلزلې له کبله د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې ۱۰۵ زره کورونه په پوره او نیمه بڼه ویجاړ شوي او ۱.۲ میلیونه خلک یې بې کوره کړي دي.
































