د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ناوخته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړې دي. اناتولي خبري اژانس ویلي چې د اردوغان او پوتین تر منځ په ټلیفوني خبرو کې په ترکیه کې د زلزلې پر زیانونو او د اوکراین او روسیې د جګړې پر وروستیو بدلونونو بحثونه وشول. د سرچینې په وینا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی چې باید د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي. اردوغان زیاته کړې چې ترکیه په دې برخه کې هر ډول ملاتړ ته ژمنه ده. که څه هم پر اوکراین د روسیې د بریدونو یو کال پوره شوی، خو لاهم داسې څه نه لیدل کېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې د خبرو پیلېدو لامل شي.
































