د خوست يو شمېر اوسېدونکي د نوي ښوونیز کال په پيل سره له مسوولو دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانيزي. هغوی دا څرګندونې د خوست مرکز اړوند د قلموال مېنې په سيمه کې د نجونو او هلکانو د دوو بېلابېلو ښوونځيو لپاره د نويو جوړو شويو ودانيو د پرانیستې پر مهال وکړې. دوی وايي، د نوي ښوونیز کال په راتګ سره دې بې له کوم ځنډه ټول ښوونیز بنسټونه فعال شي. بل پلو د خوست د پوهنې رييس وايي چې، دوی د نجونو زده کړو سره هيڅ راز مخالت نه لري، خو زياتوي چې نړيوال دې معارف د سياسي مساېلو ښکار نه ګرځوي. له شاوخوا یو نیم کال را هیسې د نجونې پر مخ ښوونځي تړل شوي خو د نوي تعلیمي کال شروع کیدو ته د خلکو هیلې زیاتې شوې چې، ممکن د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.
































