د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار ولایت په مقام کې د افغانستان لپاره داروپايي ټولنې له استازي توماس نیکلاسن او د یادي ټولنې پلاوي رییسي رافیلا ایوډېس سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اروپایي هیوادونو د سفارتونو د پرانیستو غوښتنه وکړه. په دې لیدنه کې د کندهار مرستیال والي د اروپايي ټولنې د استازو څخه د ښوونې او روزنې، د رواني ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړولو، د بندونو د جوړولو او روغتیايي برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې توماس نیکلاسن د سرپرست حکومت چارواکو سره په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ډاډ ورکړ. د اروپايي ټولنې استازې په افغانستان کې له فساد سره مبارزې او امنیت ټینګولو برخه کې د ا.ا هڅې ستایلي دي.
































