پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغان سوله غږېدلی دی. د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عاطف مشعل له جنرال باجوه سره په دوه اړخیزو اړیکو اوسیمه ییزو مسایلو بحث کړی دی. پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دې لیدنه کې کابل ته د پاکستاني نظامي پلاوي د وروستي سفر د هوکړو د عملي شویو اړخونو په اړه بحث شوی دی. په راپور کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغاني مذاکراتو د راتلونکې ناستې په میکانیزم هم بحث شوی دی چې په کې به حکومت او طالبان یو د بل پر وړاندې خبرو ته کېني.
































