د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه دوه میلیونه، ۴۲۱ زره او ۱۳۴ کسان پر کرونا اخته شوي او تر ۱۲۴ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نهه نیم میلیونه ته رسېدلی او ۴۸۸ زره او ۸۲۴ تنه تر اوسه کرونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۶۷۸ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۴ زره او ۹۷۱، په بریټانیا کې ۴۳ زره ۶۷۸، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۳۰، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۷۵۵، په بلجیم کې ۹۷۲۶، په جرمني کې ۸۹۴۰، په ایران کې ۱۰ زره او ۱۳۰ او په پاکستان کې ۳۹۰۳ تنه تر دې دمه کرونا وبا وژلي دي.
































