د آلمان د هامبورګ ښار پر یوه کلیسا وسله ال برید کې اوه کسان وژل شوي دي. د راپورنو له مخې، دا برید تیره شپه د آلمان په وخت په شاوخوا نهو بجو د هامبورګ ښار په الستردوروف سیمه کې شوی و. عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې تر بریده وروسته ګڼ شمیر امبولاسونه یې په سیمه کې لیدلي او زیات امنیتي ځواکونه هلته رسیدلي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې اوه کسان وژل شوي دي، خو دا نه ده په ډاګه شوې چې بریدګر یو تن و او که زیات وو.
































