د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې مثالي امن قایم شوی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د دغه سازمان سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر کړی او هلته یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې وویل، ا.ا د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادو سره ځانګړې اړیکې غواړي، ترڅو په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې رغنده تعامل ته ورسیږي د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان وضعیت مثبت ارزولی او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته یې ډاډ ور کړی، چې نږدې راتلونکې کې به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کي عملاً پيل شي، چې په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي .د هغه په وینا، پلاوی به لومړی په بېلابیلو برخو کې اړتیاوې معلومې کړي او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستې کوي.











