په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل وايي چې هلته د یو افغان کډوال راضي الله (عامر) د شکنجې او ځورونې په تور درې تنه پولیس نیول شوي او دوه نور له دندې لرې شوي دي. راضي الله د پاکستان پولیسو ته د سپکاوي په تور نیول شوی و. څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې عامر په کې د پولیسو په توقیف کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې ګریوان یې شکېدلی او پر مخ یې د شکنجې نښې ښکاري. په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د عامر له کورنۍ سره یې لیدلي دي او پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې دا پېښه به پلټي.
































