ایراني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد په تبریز ښار کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي. دغه چاودنه نن سهار د یاد هېواد د ابوریحان تبریز سیمی په یوه ودانۍ کې شوې ده. تسنیم خبري اژانس د تبریز اطفایی عملياتي مرستيال له قوله راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور تر خاورو لاندې بند پاتې دي. تر اوسه د یادې چاودنې علت نه دی په ډاګه شوی خو دومره زوروره ښودل شوې چې شاوخوا ۴ نورو ودانيو ته یې زیان اړولی دی.
































