د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن وایي ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ساتلو کې ناکام دی. بایډن د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه غبرګون ښودلی چې وایي روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام ورکاوه. د بایډن په خبره ټرمپ د امریکایي پوځ د سراعلی قومندان په توګه باید له دې مسئلې خبر وای او د خپلو ځواکونو ساتنه یې کړې وای. دده په وینا ټرمپ په افغانستان کې په روان ماموریت کې بې پروا او ناکام دی او په دې نه دی بریالی شوی چې په نړۍ کې له روانو استخباراتي دسیسو ځان خبر کړي. سپينې ماڼۍ ویلي وو چې ټرمپ او مرستیال یې په دې اړه معلومات نه لري. بلخوا روسیې او طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی او هغه یې ناسم بللی.
































