د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاهه وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او د سرپرست حکومت چارواکو سره د نجونو د زدهکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي. نوموړي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي د خپل استازي له لارې یې له ط ال بانو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې لا ډېرې هڅې وکړي. د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر بیا دې غونډې ته وینا کې له ا.ا غوښتي چې ټول سیاسي لوري حکومت کې شریک او نړیوال دود او دستور مراعات کړي. د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه پرون په موریتانیا کې پیل شوه. د دې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې د افغانستان مسلې ته هم ځای ورکړل شوی. د غونډې په لومړۍ ورځ د دې سازمان سرمنشي حسین ابراهیم افغانستان ته د خپل استازي وروستي سفر ته په اشارې وویل چې له ط ال بانو غوښتل شوي چې د نجونو او ښځو په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
































