د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، هندوستان “د هندي تخنیکي او اقتصادي همکاریو پراختیا” پروګرام له لارې د افغانستان په ګډون د نړۍ مخ پر ودې هېوادونو وګړو ته د ظرفیت لوړونې لنډمهاله کورسونه وړاندې کوي. د نوموړي په وینا، پهدې کورسونو کې د افغان وګړو په ګډون یو شمېر کسان په انلاین ډول برخه اخلي او هندوستان ته سفر نهکوي. باګچي زیاتوي، په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه د هندوستان په دریځ کې بدلون نهدی راغلی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه خپور شوي مکتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې پهکې لیکل شوي، د افغانستان لپاره د هند سفارت په پام کې لري چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر کارکونکو لپاره انلاین روزنیز پروګرام پیل کړي.
































