د اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ څه باندې۷۰ هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه بندیز د اقتصادي او ټولنیز ثبات، پرمختګ، د پراخبنسټه حکومتولۍ او د بشري حقونو د پېژندلو د کمزورتیا لامل شوی دی. دوی همدارنګه ویلي چې په غیرحکومتي کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز، بشرپالو مرستو ته د میلیونونو افغانانو د نه لاسرسي لامل کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري مرستو درېو کارکوونکو له ډلې د هغه یو تن ښځه وي او اوس هغوی ښځو او نورو اړمنو ته رسېدنه نه شي کولی. د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې د کار او زدهکړو مسئله دایمي نه ده.
































