له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو زده کوونکې وايي، نهغواړي تېرو ۲۰ کلونو ته ستنې شي او غوښتنه کوي چې د دوی د ارمانونو د پوره کولو لپاره دې ښوونځي بېرته پرانيستل شي. دوی چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي، وايي چې سرپرست حکومت دې په نوي ښوونیز کال کې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندو دروازو ګڼې کورنۍ هم د خپلو اولادونو برخلیک ته حیرانې کړې دي. د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل کېدو په برخه کې د نړیوالو له فشارونو سره سره د سرپرست حکومت چارواکو لا هم په په خپله پرېکړه کې د بدلون راوستو څه نه دي ویلي. افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا د نجونو پر ښوونځیو بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او د ژر پرانیستو غوښتنه یې کوي.
































