د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر څانګو د بیارغولو چارې بشپړې او د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر نورو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې. د وزیر محمد اکبر خان روغتون مشر ډاکټر نثار احمد نیازي په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د دغه روغتون اړوند د پنځو روغتیايي څانګو (د ښځينه ناروغانو سراپا روغتیایي مرکز، د راډیو فلوروسکوپي، کلچر معایناتو، سټنډرډ ریکوري او ناروغانو لفټ» د رغولو چارې چې شپږ میاشتې مخکې پيل شوې وې، بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې. هغه زیاته کړه، یادې شوې څانګې په اساسي ډول رغول شوي چې ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی او د سرپرست حکومت له لوري ورکړل شوې دي. نوموړي د یادو شوو څانګو له پرانستلو وروسته د دغه روغتون په انګړ کې د یوې معیاري عملیات خونې او کنفرانس خونې د ودانیو جوړولو چارې هم پرانیستې. نیازي په دې اړه وویل، دغه ودانۍ پر ۶۰۰ متره مربع ځمکه د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کېږي.












