د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړ کړي دي. د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وايي چې تېره ورځ مازیګر مهال ۵:۳۰ بجې د زارع ولسوالۍ په ډېری سیمو کې سېلابونو راوتلي چې له امله یې ۳۰۰ کورونه او له ۳۰۰۰ جریب ډېرې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي. هغه زیاته کړه، سېلابونو ګڼ شمېر څاروي هم له منځه وړي خو د خلکو د مرګژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه لري. نوموړي وویل، امنیتي کسان د خلکو ژغورلو په موخه سیمې ته رسېدلي دي.
































