د افغان سولې په چارو کې د امریکا مخکيني استازي زلمي خلیلزاد ويلي د افغانستان سرپرست حکومت باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټه معلومه كړي. خلیلزاد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه ليکلي، ښځو او نجونو ته د ثانوي او پوهنتوني زدهکړو د لاسرسي اجازې نه ورکول نه یوازې ظالمانه عمل دی، بلکې د دوی هغه حقونه تر پښو لاندې کوي چې اسلام ورکړي دي. خلیلزاد دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما مرستیال هم د ریاست الوزراء له سياسي مرستيال سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
































