چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

هڅه وکړئ چې نوښتګر واوسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 29, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
هڅه وکړئ چې نوښتګر واوسئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

خلاقیت او نوښت مانا دا چې په یوه نوې لارښوونه باندې د یوه کار کول چې کېدای شي پایله یې مثبته او یا هم منفي، له دې مه وېرېږئ چې کومه پایله به لاس ته را نه وړی. که مو مثبته پایله تر لاسه کړه، نو څومره ښه ده. که خدای مه کړه پایله یې منفي وه هم هېڅ خبره نه ده، دنیا خو څه اخر ته نه ده رسېدلې. بیا هڅه وکړئ، ډېرې لارې شته چې کولای شي تاسو بریا ته ورسوي، خو په دې شرط چې له هڅې لاس وا نه خلی. د یوه کار ټول اړخونه وسنجوئ او په موقع سره د خطر په ډګر کې ګام کېږدئ.

خلاقیت یا نوښت په دې مانا دی چې ته وکولای شې د ستونزو د حل لپاره داسې څه تر سره کړې او یا یې نوي منځ ته راوړې، چې مخکې له دې چا دا ډول څه نه وي کړي او د کارونو په ګړنديتوب کې درسره پوره مرسته وکړي. کېدای شي همدا خلاقیت او نوښت ځینې وخت د دې لپاره وي چې تاسو هڅه کوی کارونه مو ښه پر مخ ولاړ شي، له داسې یوه څه سره مو مخامخ کړي چې تاسو یې په اړه ان فکر هم نه وي کړی، هغه به منفي او یا هم مثبت وي؛ خو په هر صورت، دغه هڅه د دې لامل ګرځي چې زموږ ژوند له یو نواخت حالت څخه ووځي او بدلون په کې راشي، نو هڅه مو باید دا وي چې خلاق و اوسو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

تل موخه لرونکي اوسئ او هره ورځ په دې اړه فکر وکړئ، چې څنګه کولای شی په ژوند کې بدلون راولی، د ښه کېدو پر لور ګام پورته کړئ او د ځان لپاره یو هوسا او په زړه پورې ماحول برابر کړئ او په خوښۍ سره په کې ژوند وکړئ.

که داسې وي چې دېرش کاله تاسو په یوه اداره کې کار وکړی او هر سهار د دفتر په موټر کې کارځای ته ولاړ شی او بېګا بیا د عملې په موټر کې کور ته را وګرځی او په همدې یو ډول مو دا دېرش کاله تېر شي، کېدای شي دغه حالت ستاسو پر مغز منفي اغېز وکړي او تاسو له هر ډول نوښت او خلاقیت څخه لرې وساتي. تل هڅه وکړئ چې تنوع طلبه واوسئ او یوه  مبتکرانه روحیه ولری. تاسو کولای شی چې کله کله له دفتر څخه د تلو لاره بدله کړئ او د شاوخوا مغازو په اړه فکر وکړئ او ورته وګورئ.

له دندې څخه تر وزګارېدو وروسته کولای شی له بل همکار سره مو پارک ته ولاړ شئ او یا هم کله کله یوه شپه د خپلو خپلوانو کره وکړئ. یا هم دې ته ورته نور کارونه چې په ذهن کې مو در کرځي تر سره یې کړئ، خلاصه دا چې یو کار تر سره کړئ څو ژوند درته یو نواخته او یو ډول نه وي.

په هغه څانګه او رشته کې چې زده کړې مو پکې کړې دي، لازمه تجربه او مهارت لاسته راوړئ. په دې برخه کې د زیاتې مطالعې په کولو سره ځان په یوه مسلکي او د دې برخې پر کارپوه باندې بدل کړئ. څومره چې په خپله رشته کې زیات معلومات او پوهه ولری، په هماغه کچه به خلاق او نوښتګر فکر ولری. علم او پوهه تاسو ته هغه قوي وزرونه درکوي، چې بیا کولای شی د خپلې خوښې هغه ځای ته پرې پرواز وکړی، چې له دې مخکې ورته څوک نه دي رسېدلي. نو د دې کارونو په تر سره کولو کې ځنډ مه کوئ.

لازمه نه ده چې د هرې کړنې په بدل کې تاسو ته جایزه درکړل شي او یا په کې ګټه وکړی. دا چې وکولای شی په خپل عالي فکر سره یو عالي او نوی کار تر سره کړی، دا خپله ستاسو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او ګټه ده. په دې کار سره ستاسو روحیه لوړېږي او کولای شی خپلو ملګرو، دوستانو، وطنوالو او دونیاوالو ته په ښه ډول د خدمت جوګه شی.

هغه استاد په نظر کې ونیسئ چې کلونه کلونه په ټولګي کې په یو ډول خپلو زده کوونکو ته تدریس کوي، زده کوونکي یې هم په پوره دقت سره خبرو ته غوږ نه ږدي او له دې یو ډول مېتود څخه یې ستړي شوي وي، ځکه ښوونکی غواړي په دې کار سره یوازې خپله میاشت پوره کړي او تنخوا واخلي، په دې اړه فکر نه کوي چې څنګه کولای شم له دې هم په پورته رتبه کې کار وکړم، ځکه غوښتنه یې نه ده.

 په څنګ کې ور سره یو بل ښوونکی چې غواړي په ډیره مینه او پوره نوښت سره خپلو زده کوونکو ته درس ووایي، هره ورځ غواړي د تېرې ورځې په نسبت زده کوونکو ته په یوه نوې طریقه تدریس وکړي، مخکې له دې چې درس پیل شي ټولګی کنټرول کړي او زده کوونکو ته د درس لپاره انګیزه ورکړي او زده کوونکي هم په ډېره مینه د خپل ښوونکي درس ته غوږ نیسي او ان ځینې یې غواړي چې د رخصتیو په ورځو کې هم له خپل ښوونکي سره اړیکه ولري او تل یې په یاد وي. روښانه خبره ده چې دویم ښوونکی یو نوښتګر او خلاق ښوونکی دی او په دې سره یې خپل زده کوونکي دې ته واداره کړي، چې په پوره مینې سره ټولګي ته راشي او درس ووایي، چې همدا یې د ښوونکي د نوښتګر فکر پایله ده څو په راتلونکې کې یوه ډله سالم وګړي ټولنې ته وړاندې کړي.

Previous Post

د ایران د قدس ځواکونو مشر: د داعش په نامه د امریکا او اسراییل پروژه لا ختمه نده

Next Post

د سولې ټکنۍ پروسه؛ کورني او بهرني عوامل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سولې ټکنۍ پروسه؛ کورني او بهرني عوامل

د سولې ټکنۍ پروسه؛ کورني او بهرني عوامل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روغتیا سازمان: د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له نشه یي توکو ډډه وکړئ

د روغتیا سازمان: د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له نشه یي توکو ډډه وکړئ

مارچ 21, 2020
نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له روغتیايي سکټور څخه ملاتړ وکړي

نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له روغتیايي سکټور څخه ملاتړ وکړي

اپریل 8, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved