په کابل کې د امریکا سفارت پر هغو راپورونو غبرګون ښودلی چې په افغان حکومت کې د فساد په تړاو خپاره شوي دي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وايي، په افغانستان کې د فساد روان وضعیت او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي. دغه راپورونه د ملګرو ملتونو له لوري خپاره شوي دي. یاد سازمان ویلي چې په افغانستان کې د فساد د ختمولو لپاره اړین ګامونه نه دي اوچت شوي او فساد مخ پر زیاتېدو دی.
کله چې ولسمشر غني په تېر دور کې واک ته ورسېد او د ملي یووالي حکومت یې جوړ کړ، نو لومړنۍ ژمنه یې د فساد له منځه وړل وو، خو اوس تازه د معتبرو نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې فساد نه یوازې ختم شوی نه دی، بلکې سیستماتیک شوی او پراخ شوی دی. په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د فساد د موجودیت په اړه یو راپور خپور کړ. په هغه کې راغلي وو چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې بریالی نه دی او نه یوازې دا چې فساد کم شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې ډېر شوی هم دی.
له دې سره جوخت په کابل کې د امریکا سفارت هم د دغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی دی. د امریکا د سفارت شارژدافیر وايي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو او امریکا د پرمختیايي کارونو په لار کې تر ټولو ستر خنډ اداري فساد دی، خو افغان حکومت له ګڼو ژمنو سره سره په دې بریالی نه شو چې د فساد کچه راکمه کړي او یا لږ تر لږ د مفسدینو پر وړاندې د پام وړ اقدامات وکړي. د راس وېلسن په خبره، په افغانستان کې د فساد لوړېدونکې کچه د جدي اندېښنې وړ ده. د ده په خبره: ((په دې وروستیو کې باوري نړیوالو بنسټونو داسې راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د پراخ فساد د موجودیت ښکارندویي کوي)).
نوموړي په دې پیغام کې له نړیوال بنسټونو، رسنیو، خصوصي اداراتو او مدني ټولنو غوښتي چې د فساد رېښې پیدا کړي او په افشا کولو کې یې همکاري وکړي. د ده په خبره، فساد لا هم په افغانستان کې د بیارغونې، پرمختګ او ودې په لار کې تر ټولو ستر او خطرناک خنډ دی. وېلسن همدا راز پر افغان حکومت غږ کړی چې له فساد سره د مبارزې لپاره خپله تګلاره مشخصه کړي.
د امریکا سفیر همدا راز وایي چې له فساد سره مبارزه د دوی لومړیتوب ده او امریکا د فساد پر له منځه وړلو ټینګار کوي. د ده په خبره: ((له فساد سره مبارزه زموږ لومړیتوب ده، نو افغان حکومت ته هم په کار ده چې ژر په دې اړه خپله تګلاره اعلان کړي)).
د امریکا سفارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو معتبرو بنسټونو په افغانستان کې د فساد پر اوسني وضعیت جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. همدا تېره ورځ هم سیګار ویلي وو چې افغان حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره نه، بلکې د مفسدینو د پاللو په لټه کې دی او د هغو کسانو د ګومارلو تابیا یې کړې چې د فساد په لویو قضیو کې ښکېل دي او لا یې دوسیې نه دي نهایي شوې.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي وو، افغان حکومت ته په کار ده چې له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب وګرځوي او په دې توګه د نړیوالو ملاتړو باور خپل کړي. افغان حکومت بیا په دې اړه هېڅ غبرګون نه ښيي او نه هم رسنیو ته معلومات ورکوي. نړیوالې ادارې وایي چې افغان حکومت په فساد د تورنو کسانو دوسیې هم په سمه توګه نه دي څېړلې. پر افغان حکومت داسې مهال د فساد د موجودیت او پراختیا نیوکه کېږي چې د فساد د له منځه وړلو لپاره ګڼې ادارې هم رامنځ ته شوې دي خو له پایلو ښکاري چې کارونه یې ګټور نه دي.