د کندهار د ګمرک رييس وايي، په دغه ولايت کې له څوارلس ميليارده افغانيو زيات عوايد راټول شوي دي. د دغه ګمرک د مشر په خبره، د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې راټول شوي عواید شپاړس سلنه زیاتوالی ښيي. د کندهار د ګمرک سرپرست محمد حمید احمد وایي، په ۱۴۰۱ کال کې یې کلنی عاید ۱۴ میلیارده او ۲۳ میلیونه دی بل خوا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، که اسانتياوې ورته برابرې شي، ډېر سوداګر به خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.که څه هم سرپرست حکومت ویلي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره یې پر اوو لومړنیو خوراکي توکو مالیه ۸۰ سلنه راټیټه کړې، خو اوس هم د هېواد خلک په بازارونو کې د دغو خوراکي توکو له لوړې بیې شکایت کوي.
































