په داسې حال کې چې د کوکنارو د حاصل ټولولو فصل په رارسېدو دی، په هرات ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی. د ځايي چارواکو په وينا، په دې کمپاين کې امنيتي ځواکونه کلي په کلي ګرځي او د نشه يي توکو کښتونه له منځه وړي. د هرات د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس وایي، د دوی عمليات روان دي او په خبره یې په بېلابېلو ولسواليو کې یې سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.” په همدې حال کې کروندګر وايي چې سرپرست حکومت دې د کوکنارو پر ځای د بدیل کښت په وده کې له کروندګرو سره همکاري وکړي. دغه راز هرات ته څېرمه په غور، بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې هم د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی دی. تمه ده چې د هېواد په لوېديځ کې د کوکنارو کروندې به د ترياکو حاصلاتو له ټولولو مخکې له منځه يوړل شي.
































