د پاکستان په تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د سټاک ایکسچینج په نامه د ونډو بازار پر مرکزي ودانۍ وسله وال برید شوی دی چې پکې د یو پولیس افسر په ګډون د یاد بازار دوه ساتونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. پولیس چارواکو ویلي، دا برید نن څه باندې لس بجې شوی دی او په خبره یې تر څو ساعتونو وروسته د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی. د یاد برید پړه بلوڅ وسله والو پر غاړه اخیستې او د ګڼو پولیسو په ګډون یې د دغه بازار ډېر شمېر ساتونکو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

































