د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانان په تېر ۲۰۲۲م کال کې له جدي لوږې او خوراځواکۍ سره مخ شوي او کاري، ښوونیز او کرنیز فرصتونه خورا ډېر کم شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان تېر کال له اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او د بشري حقونو برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوی دی. په راپور کې راغلي چې تر ۲۰ میلیونه ډېر افغانان د کړکېچ له بېړني وضعیت او خوړو خوندیتوب نشتون سره مخ شوي دي. راپور کې ویل شوي، افغانستان د نړۍ په کچه د خوړو نړیوال پروګرام لپاره تر ټولو لوی د خوراکي پروګرامونو د عملیاتو په سر کې دی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده څو اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.
































