د کندهار ولایت بزګران وايي چې سږني اورښتونه به وچکالي له منځه يوسي او هر بزګر به له خپلې کر کيلې په پرېمانه اندازه حاصلات ترلاسه کړي. دياد ولايت کروندګرو پیل شوي اورښتونه د خپلو کروندو لپاره ګټور بللي او زیاته کړې يې ده چي سږني اورښتونه به د کال د ابادۍ او د کروندګرو لپاره ښه زېري ولري. دوی وايي بارانونو نه يوازې غنمو او شولو، بلکې باغدارۍ، مالدارۍ او څړځايونو ته هم ډېره ګټه رسوي او له دې سربېره د اوبو زېرمې هم ورسره ډېرېږي.
































