د امریکا ددفاع وزارت وایي چې په نړۍ او افغانستان کې یې د سرتېرو ساتنه لومړیتوب دی. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې ګواکي روسیې په افغانستان کې د امریکایي او امریکا د ملاتړو سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ورکاوه. د امریکا ددفاع وزارت وايي چې په دې اړه یې تر دې دمه کره او باوري اسناد نه دي پیدا کړي خو پر موضوع به څېړنه کوي. د امریکا ددفاع وزارت وایي چې د سرتېرو محافظت او ساتنه یې لومړیتوب دی او دوی هر څه ته متوجه دي نو دغه ډول راپورونه کره او سم نه دي. دفاع وزارت وایي دوی د خپلو سرتېرو اړوند له ټولو مسایلو خبر دي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې روسي استخباراتو په افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر انعام ورکاوه، خو روسیې، طالبانو او ان امریکا وایي چې دغه راپور ناسم دی.
































