د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا هند په هغه برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی چې پرون د یاد هېواد په تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ونډو پر بازار وشو او د یو پولیس افسر په ګډون پکې د یاد بازار درې ساتونکي ووژل شول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي، پرونی برید له بهره تنظیم شوی و او دوی د اړتیا په صورت کې چمتو دي د شوې ادعا په اړه شواهد هم وړاندې کړي. هغې زیاته کړې، دوی په وار وار نړیوالې ټولنې ته د هند له ګواښونو خبر ورکړی دی خو هغوی هم تر اوسه ورته مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی. هند تر اوسه د شوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

































