د روغتیا نړیوال سازمان وایي د کرونا ویروس له امله نړۍ بد وضعیت ته د نږدې کېدو په حال کې ده. ددغه نړیوالې ادارې مشر تیدروس ادهانوم په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د کرونا ویروس وبا لا تر اوسه پای ته ان نږدې شوې هم نه ده، بلکې تر دې بد وضعیت راتلونکی دی. دده په خبره د کرونا پراختیا لا هم دوام لري او ښایي ډېر خلک وګواښي. هغه همدا راز ویلي چې د نړۍ ډېری هېوادونو ددغه ویروس د کنټرول لپاره اړین اقدامات ترسره کړي او کارونه یې موثر دي خو بیا هم د کرونا ویروس د چټکې پراختیا په حال کې دی. ادهانوم زیاته کړې چې د نړۍ هېوادونه په راتلونکو میاشتو کې لا ډېر صبر، سخاوت او د یو بل همکارۍ ته اړتیا لري.

































