د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي وایي، د سیمې امنیت لپاره په کار ده چې سیمه ییز هېوادونه د یو بل همکارۍ ته را ودانګي. د هغه په خبره د امریکا له امرونو اطاعت به سیمه نوره هم بې ثباته کړي. موسوي د سیمې د ځینې هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي او بحرین له لوري د ایران په اړه وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، هغوی چې له کلونو راهیسي د امریکا ملاتړ جلبولو لپاره په سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي؛ بده ده چې ایران د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي. موسوي زیاته کړې، د سعودي او بحرین لخوا پر ایران د ترهګرۍ ملاتړ تور خندونکی طنز دی او دا دواړه هېوادونه باید پوه شي چې د امریکا له اوامرو اطاعت سیمه نشي ارامولی.
































