د ترکیې هېواد په تېره یوه اونۍ کې ۱۸۷۲هغه کډوال له خپل هېواد څخه ایستلي چې په دغه هېواد کې په غیر قانوني ډول اوسېدل. د ترکیې د اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې، په یادو کسانو کې ۴۹۱ افغانان، ۴۱ پاکستانیان او یو زر او ۳۴۰ تنه یې د نورو هېوادونو دي. یاد خبري اژانس د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت په حواله لیکلي چې د ترکیې حکومت په تېره یوه اوونۍ کې دوه زره او ۴۹۲ ناقانونه کډوال نیولي چې له زرو ډېر په کې افغانان دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکیې هېواد د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه ۲۷ زره او ۹۰۰ ناقانونه کډوال له خپل هېواد څخه ویستلي دي.











